افغانستان کې پانګونې تـه د مالیزیا لیوالتیــا
مالیزیا کې د افغانستان لوی سفارت ویلي، چې د مالیزیا اسلامي سازمانونو مشورتي شورا اجرائیوي مشر فارس حاجي حسن افغان سفیر نقیب الله احمدي سره کتنه کې ویلي، هېواد یې غواړي، چې له کابل سره د تجارت او بشري مرستو برخو کې همکاري ولري.
کوالمپور کې د افغانستان لوی سفیر سره په دې کتنه کې فارس حاجي حسن ویلي، د روان زیږدیز کال په راتلونکې اګسټ میاشت کې به یې یو ټيم د پانګونې فرصتونو په موخه کابل ته سفر وکړي.
له بل لوري بیا افغان سفیر ښاغلي احمدي د یادې شورا اجرائیوي رئیس ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ ګڼ هېوادونه افغانستان سره اغېزمنې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري او بهرني هېوادونه په دې هڅه کې دي، چې افغانستان سره اقتصادي اړیکې پراخې او مؤثرې کړي.