بامیانو کې درانه سېلابونه؛ ۱۷ هېوادوال پکې مړه او لادرکه دي

بامیانو کې درانه سېلابونه؛ ۱۷ هېوادوال پکې مړه او لادرکه دي افغانستان
د بامیان ولایت نقشه

د بامیان ولایت مقام خبر ورکوي، چې د دې ولایت په دوزدان چشمه، هزار چشمه و پودینه کلیو کې د راوتلو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اوو تنه مړه شوي او لس تنه نور ورک دي.

یاده سرچینه زیاتوي، چې د دې پېښې قربانیان د دوو کورنیو غړي دي، چې د سیمه ییزو مسؤلینو په هڅو د اوو تنو جسدونه پیدا شوي او د نورو لټون هڅې روانې دي.

د ولایت مقام له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي سیمې ته تللی او د لارو د پاکولو او زیانمنو ته د مرستې رسولو کار یې پیل کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې اړونده دولتي ادارو ته امر شوی چې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره له بنسټونو سره په همغږۍ عاجل اقدامات وکړي.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو څو میاشتو کې مرګونو سېلابونو د هېواد بېلابېل ولایتونه وځپل او ګڼو کورنیو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.

تړلي موضوعات