تورخم کې د ډالرو قاچاق په تړاو یو کس ونیول شو
کورنیو چارو وزارت وايي، ځواکونو یې تورخم کې هغه کس نېولی، چې غوښتل یې ۹۰ زره امریکايي ډالر له هېواده وباسي.
د اسلامي امارت په راتګ سره په ټولو رسمي او غیري رسمي بندرونو او سرحدونو کې د قاچاق د مخنیوي په موخه څار زیات شوی، چې په پایله کې یې د پيسو، تاریخي اثارو، قیمتي ډبرو او ان وسلو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې امنيتي ځواکونو په سرحدي بازارونو کې له هېواده بهر د پيسو د قاچاق په اړه خپلې هڅې زياتې کړې دي.