قومي مشران د نظام ساتلو او ملاتړ ته ژمن دي
د یو شمېر بېلا بېلو ولایتونو قومي مشرانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې ویلي، دوی به هیچاته اجازه ور نه کړي، چې شته امنیت ګډوډ کړي.
قومي مشران وايي، له هېواده بیرون د بهرنیو په حواله او تمویل د جګړییزو شعارونو ورکول کومه پایله نه لري او نه به هم ولس اجازه ورکړي، چې د بهرنیانو په ګټه د هېواد امنیت خراب شي.
قومی مشرانو د تېرې ادارې د پخوانیو چارواکو بېرته راتګ ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه، چې اوس هېواد کې د ټولو افغانانو لپاره د سوله ییز ژوند زمینه برابره شوې ده.
قومي مشران داسې مهال د افغانستان د اوسني نظام په ننګه او ملاتړ راټول شوي، چې یو شمېر کړۍ د پردیو په لمسون له هېواده بېرون د غونډو په جوړولو د عامه نظرونو د بې ثباته کولو لپاره هڅې کوي.