بغلان کې د ترافيکې پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
یاده پېښه کې د دریو ښځو په ګډون شپږ کسان مړه شوي او د دوو ماشومانو په ګډون یوه ښځه ټپي ده.
د بغلان امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، یو فلډر موټر تېره ورځ د بغلان ولایت خوست ولسوالۍ سچي کوتل سیمه کې اوښتی، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
اوسمهال په هېواد کې د مرګ ژوبلې اصلي لامل ترافېکې پېښې دي، چې لومړنی لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل کېږي.