هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لړۍ دوام لري.

هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لړۍ دوام لري. افغانستان
هېواد ته ته د راستنېدونکو کډوالو دوام

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبر له مخې، تېره ورځ له ایران څخه څه باندې درې زره کډوال راستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت د مالوماتو له مخې، دغه کډوال د اسلام قلا او ورېښمو پل له لارې هېواد ته راغلي دي.

سرچېنې لیکلي، د تازه راستانه شویو کډوالو له ډلې ۸۱۸ یې د اړېنو مرستو لپاره کډوالو نړېوال سازمان ته ور وپېژندل شو، چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بستې یې هم تر لاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ چټکه شوې او اسلامي امارت هڅه کوي راستنیدونکو ته د کار زمینه برابره کړي.

تړلي موضوعات