د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی دی.

د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی دی. افغانستان
د افغانستان د سبا ورځي د هوا حالات

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن دوشنبه او سبا د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تېزو بادونو او سیلابونو راوتو وړاندوینه کړې ده.

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د کابل، بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، پروان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتیا، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، سرپل، فاریاب او غور ولایتونه به نن او سبا د تېزو بارانونو شاهدان وي.

د دغه وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لويديځو، جنوبي او مرکزي ولايتونو کې له دوړو سره د ملو قوي بادونو امکان شته، چې سرعت يې په يو ساعت کې له ٥٠ څخه تر ٨٠ کيلومترو پورې اټکل شوى دى.

تړلي موضوعات