لوی اختر د ترافېکې پېښو له پلوه مرګونی و.
د ترافیکو عمومي ریاست وايي، د اختر په شپو ورځو کې له ۲۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددغه ریاست د مالوماتو له مخې، د اختر په ورځو کې ټولې ۹۷ ترافېکې پېښې ثبت شوي، چې ۴۸ تنه په کې مړه او ۱۶۱ نور ټپیان شوي دي.
خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په هېواد کې د ټرافيکي پېښو له عمده لاملونو بلل کېږي.
افغانستان کې اوسمهال د مرګ ژوبلې لوی لامل ټرافېکې او یا هم طبیعي پېښې ګڼل کېږي.
څه موده وړاندې د ټرافیک پوليسو عمومي رياست په هېواد کې د ټرافيکي پېښو د مخنيوي په موخه د یوې طرحې د چمتو کولو خبر ورکړی و او زياته کړې یې وه چې، د برېښنايي مديريت طرحه به د هېواد په پنځو لويو لارو کې چې تر ټولو ډېرې ټرافيکي پېښې پهکې شوي، پلې شي.