پکتیا کې د غر ښوېیدنې له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي
د پکتیا ولایت مقام خبر ورکړی چې د یوې کورنۍ اوه غړي د همدې ولایت په جاني خېل ولسوالۍ کې په یوه استوګنځي کې د غره ښوېیدنې له امله مړه شوي دي.
د پکتیا ولایت مقام ویاند حمیدالله میوند حریت نیوز ته وویل چې دا پېښه پرون ماښام رامنځته شوه.
د نوموړی په وینا، په مړو شویو کې دوه ښځې او پنځه ماشومان شامل دي.