د اسرائیلو حیفا بندر کې څلور بېړۍ په نښه شوې

د اسرائیلو حیفا بندر کې څلور بېړۍ په نښه شوې نړۍ
پر اسرائیلي بېړیو د حوثي ځواکونو د بریدونو دوام

د یمن حوثي ځواکونو نن سهار اعلان کړی، چې د عراق د اسلامي مقاومت ډلې سره په ګډو عملیاتو کې یې د اسرائیلو په شمال اړوند حیفا بندر کې څلور بېړۍ په نښه کړې دي.

یورو نیوز خبري شبکې خبر ورکړی، چې دغو دوو ډلو پرون شنبه د حیفا بندر کې پر څلورو اسرائیلي بېړیو بریدونه کړي دي.

د حوثي پوځ ویاند یحیی سریع ویلي، چې دا بېړۍ په هغو شرکتونو پورې تړاو لري، چې د اشغال شوي فلسطین بندرونو ته د ننوتلو بندیز څخه یې سرغړونه کړې ده.

همدا راز العربیه خبري شبکې بیا د یو بل خبر په خپرولو سره ویلي، چې د یمن د حدیده ولایت په لویدیځ کې په یوه سوداګریزه بېړۍ د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی

د دې پېښې په اړه د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتي مرکز نن ویلي، چې دوی د یمن له حدیده بندر څخه ۶۵ کیلومتره لرې د دې پېښې په اړه راپور ترلاسه کړی دی.


 که څه هم د یمن حوثي ځواکونو د دې برید مسؤلیت نه دی منلی، خو د اوکتوبر له اوومې راهیسې یې د فلسطنیانو په ملاتړ په سور سمندر کې له ۱۵۰ څخه زیات په اسرائیلي او یا هم اسرائیلو ته په تلونکو بېړیو بریدونه کړي دي.


 یادونې ده، چې د یمن حوثي ځواکونو له دې وړاندې ګواښ کړی و، چې په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو د روان یرغل تر درېدو پورې به په سور سمندر کې پر اسرائیلي بېړیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.


 

تړلي موضوعات