که یووالی ونه ساتو، زورور به مو یو یو ختم کړي

که یووالی ونه ساتو، زورور به مو یو یو ختم کړي سیاست
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

د اسلامي امارت مشرتابه په ټولو مسلمانانو ځانګړې توګه افغانانو غږ وکړ، چې د زورورو څخه د ژغورنې لپاره دې په خپلو کې یو لاس شي.

امیرالمومنین شیخ الحدیث والقران مولوی هبته الله اخندزاده نن د لوی اختر په ورځ کندهار عیدګاه کې د اختریزې وینا په مهال وویل، د اسلامي نظام ملاتړ د ټولو مسولیت دی او د نظام تقویه کې د ټولو عزت دی.

عالیقدر امیرالمومنین په خپلو خبرو کې مسولین خلکو سره ښه چلند ته راوبلل او زیاته یې کړه، له نفاق ځانونه وژغورئ او پر خلکو ځان لوړ مه ګڼئ.

د امیر المومنین دا اختریزه وینا تر پایه په خپل منځي یووالي،د خلکو ترمنځ په مصلحت او ولس سره پر ښه چلند راڅرخېده.

تړلي موضوعات