نن دوشنبه د ذوالحجې میاشتې ۱۰ مه د لوی اختر لومړۍ ورځ
نن دوشنبه د ۱۴۴۵ ه ق کال ذوالحجې میاشتې ۱۰ مه په ټول هېواد کې د لوی اختر لومړۍ ورځ نمانځل کېږي.
له دې سره سم د ټول هېواد په جامع جوماتونو کې د اختر لمونځ اداء او هېواوالو د اختر مبارکیانې سره وکړې.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپل امنیتي تدابیر شدید کړي او وایي، چې د هېوادوالو امنیت ساتلو ته ژمن دي.
تر دې وړاندې د هېواد سترې محکمې ویلي و، چې د دوشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، او دغه پرېکړه یې د شرعي حکم له مخې کړې.