نورستان د سیلانیانو لپاره خوندي ځای دی
د نورستان امنیه قوماندان محمد یوسف جمال زي د اختر رارسېدو په درشل کې پر سیلانیانو غږ کړی، چې د نورستان له ښکلاوو دې په بې غمه زړه لېدنه وکړي.
نورستان د طبیعي ښکلاوو په درلودو، د سیلانیانو د تفریح لپاره مناسب ځایونه لري.
امنیه قوماندان داسې مهال سیلانیانو ته د امنیت ډاډ ورکوي، چې د اختر د رخصتیو پر مهال ځېنې هېوادوال په انفرادي او یا هم ګروپي ډول لرو پرتو سیمو ته د تفریح او چکر په موخه ځي.
امنیه قوماندان محمد یوسف جمال زي رسنیو ته ویلي، امنیتي ځواکونه د خلکو په چوپړ کې دي او خلک کولی شي په ډاډه زړه د نورستان له ټولو سیمو لېدنه وکړي.
د هېواد ختیځ کې پروت نورستان د طبیعي ښکلاوو په درلودو د کورنیو اوبهرنیو سیلانیانو نظر ځان ته اړولی شي، خو د نورستان خرابې لارې بیا هغه خنډ دی، چې په طبیعي ښکلاوو پوښلی نورستان یې د ډېرو له دیده پټ ساتلی.