تر ۲۰۰۵ ماډل د کښته موټرو واردول هېواد ته ممنوع دي

تر ۲۰۰۵ ماډل د کښته موټرو واردول هېواد ته ممنوع دي افغانستان
د مالیې وزارت

مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د عالیقدر امیر المؤمنین د حکم او د کابینې د پرېکړې له مخې هېواد ته تر ۲۰۰۵ ماډل د ښکته موټرو را واردول منع شوي دي.

دغه وزارت ویلي، ټول هغه وسایط چې تر دې وړاندې هېواد ته را وارد شوي د هغوی د اسنادو طی مراحل پروسه به د روان کال د زمري میاشتې تر ۲۴مې ڼېټې دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یاد وزارت اعلان کړی و، چې د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ته په کتو د افغانستان لاس بې اسناده موټرو پروسه د روان کال تر اخیره تمدید شوې ده.

تړلي موضوعات