هټېوالو ته د کابل امنیه قوماندانۍ خبرداری، که مو سپارښتنې عملي نه کړې، قانوني چلند به در سره وشي

هټېوالو ته د کابل امنیه قوماندانۍ خبرداری، که مو سپارښتنې عملي نه کړې، قانوني چلند به در سره وشي افغانستان
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدارڼ

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران په خپل ایکس پاڼه کې هېوادوالو ته د ډاډمن امنیت ساتلو د ډاډګېرني تر څنګ ځیني لازمي سپارښتني کړې دي.

ځدراڼ لیکلي، د کابل ځواکمن او زړور پولیس د اختر په شپو او ورځو کې ستاسو د امنیت ساتلو او خدمت لپاره لا ښه چمتو دي او تاسو ته ډاډ درکوو چې خپلې خوښۍ مو په اطمینان سره ونمانځئ.

هغه په عین حال کې ځېنې کسانو ته د خبرداري په ډول ویلي، هوايي ډزې، د پټاقیوچاودول، پلاستیکي تومانچې او نور هغه څېزونه چې د خلکو د مزاحمت او اندېښنې سبب ګرځي، باید ډډه ترې وشي.

د کابل پولیسو ویاند ګواښ کړی، هغوی چې له پورتینو مواردو سرغړونه وکړي، قانوني چلند سره به مخ شي.

تړلي موضوعات