بامیانو کې سېلابونو ۲۰۵ جریبه ځمکه او ۱۲ کورونه ویجاړ کړي
د بامیانو سیمه ییز مسئولین وایي، دا سېلابونه تېره ورځ ناوخته مرکز ته څېرمه ګلستان سیمې او سیغان ولسوالۍ کې راوتي دي.
تر اوسه د ځاني تلفاتو خبر نه دی ورکړل شوی ، خو ۶۰ څاروي هم تلف شوي دي.
سېلاب کې ۲۶ کیلومتره سړک هم ویجاړ شوی، چې ور سره د بامیان او سیغان ولسوالۍ ترمنځ لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
بلخوا د بامیان سیمه ییزو چارواکو ټولګټو او طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاستونو ته لارښوونه کړې، چې زیانمونو ته د مرستو رسولو لپاره تړل شوې لار ژر تر ژره پاکه کړي.