سبا عرفه او دوشنبې به د اختر لومړۍ ورځ وي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د هېواد د سترې محکمې مخکني اعلان پر اساس په افغانستان کې سبا یکشنبې د عرفې او دوشنبې به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې د عرفې او اختر د اعلان ورځ پرېکړه یې د شرعې حکم په اساس کړې ده.
د یادلو ده، چې سعودي عربستان نن شنبې د عرفې او سبا یکشنې د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.