د هرات زلزله ځپلو ته د سرپناوو برابرېدل؛ تازه یو بل ښارګوټی د زلزله ځپلو په واک کې ورکړل شو
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته یو بل ښارګوټی جوړ او د هغو په واک کې ورکړل شو.
خبر کې وړاندې راځي، دغه ښارګوټی، چې پکې ۱۰۰ کورونه په معیاري ډول جوړ شوي، د تېر کال زلزلې له کبله زیانمنو هېوادوالو ته وسپارل شو.
د اقتصادي معاونیت د دفتر رئیس مفتي عبدالله عزام د دې ښارګوټي د پرانیستې پرمهال ویلي، اسلامي امارت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی او پر وخت به یې ستونزو ته رسیدګي کوي.
د یادونې ده، چې د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو کې تېر کال د سختو زلزلو له کبله په سلګونو هېوادوال شهیدان او زرګونه کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شول، چې د اسلامي امارت له لوري دغو زلزله ځپلو ته په زیاته اندازه نوي کورونه جوړ او د هغوی په واک کې ورکړل شوي دي.