د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بل پړاو ته لار وموندله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بل پړاو ته لار وموندله سپورت
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د لوبې تر ګټلو وروسته

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې روان شل اوریز نړيوال جام کې په خپله درېیمه لوبه کې د پي ان جې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو بل پړاو ته لار وموندله.

د افغانستان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د پي ان جې لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه د پي ان جې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته ۹۶ منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې د افغانستان لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۵.۱ اور کې پوره کړ او پي ان جې لوبډلې ته یې د ۷ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان لپاره په توب اچونه کې فضل الحق فاروقي ۳، نوین الحق ۲، نور احمد یوه او پاتې څلور لوبغاړي یې رن اوټ شول.

دغه راز د افغانستان لپاره په توپوهنه کې بیا ګلبدین نائب ۴۹ ناسوځېدلې او محمدنبیي عیسی خېل ۱۶ ناسوځېدلې منډي وکړې.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به په څلورمه لوبه کې د جون میاشتې د دوشنبې په ورځ د جون میاشتې په ۱۷مه نېټه د ویست انډیز پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته شي.

تړلي موضوعات