اسلامي امارت راستنېدونکو کډوالو ته ځمکې ورکوي
امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، په داسې حال کې چې وزارتونه، ادارې او مسؤولین په اجباري توګه هېواد ته د راستانه شويو کډوالو د ثبت، ترانسپورټ، روغتیا او نورو برخو کې همکاري کوي، اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې دغو کډوالو ته د سرپنا جوړولو لپاره ځمکې توضیح کړي.
عالیقدرامیرالمؤمنین په دغه پیغام کې د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو غوښتنه کړې، چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې له راستنیدونکو کډوالو سره همکاري او هر اړخیزه مرسته وکړي.
د یادونې ده، چې امیرالمومنین حفظه الله په خپل اختریز پیغام کې زیاته کړې د اختر په شپو او ورځو کې دې سوداګر او شتمن هېوادوال د بې کوره کډوالو د حال پوښتنه وکړي او دوی دې په خپلو خوښیو کې شریک کړي.