غزه کې ۴۳ اسراییلي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

غزه کې ۴۳ اسراییلي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده نړۍ
اشغالګر پوځیان خپل وژل شوي پوځيان انتقالوي

د غزې رسنیو مرکز خبر ورکړی، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اشغالګر پوځ ۳۳ عسکر ټپیان شوي چې ۱۶ یې د غزې تړانګه کې دي.

بلخوا الجزېرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې سویل کې د جګړو په ترڅ کې د اسراییلو پوځ یو افسر او درې پوځیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې راهېسي د حماس مجاهدینو په بریدونو کې د اشغالګر رژيم سلګونه پوځیان وژل شوي، په زرګونو نور ټپیان شوي، ځېنې یې معلول او ګڼ شمېر نور بیا له رواني ناروغیو کړیږي.

د اسراییلو دغه شمېر پوځیانو ته وروسته له هغې درنه مرګ ژوبله اوړي، چې دوه ورځې وړاندې د اسراییلو د جګړې کابینې وزیر بیني ګانټز غزه کې خپله ماتې ومنله او له خپلې دندې لاس په سر شو.

تړلي موضوعات