یمن کې د ملګرو ملتونو ۱۱ کارکوونکي نیول شوي

یمن کې د ملګرو ملتونو ۱۱ کارکوونکي نیول شوي نړۍ
یمن کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د یمن حوثي ځواکونو دې هیواد کې د ملګرو ملتونو ۱۱ کارکوونکي نیولي دي.

د العربیه شبکې د خبر په اساس د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د خپلو کارکوونکو نیونه تائید کړې او زیاتوي، چې هڅه کوي ټول یرغمل شوي کسان له کوم شرط پرته بیرته راخوشې کړي.

په ورته مهال راپورونه زیاتوي، چې د یمن حوثي ځواکونو له تیرو دوه ورځو راهېسې په دې هېواد کې په لسګونو د ملګرو ملتونو په ګډون سیمه ییز او نړیوال کارکوونکي له کوم دلیل پرته نیولي دي.

د یمن حوثي ځواکونه وروسته له هغه په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي نیسي، چې تیره پنج شنبه امریکا او بریټانیایي ځواکونو په ګډو هوایي بریدونو کې په صنعا، حدیده او تعزرا ښارونو کې د دې ډلې ۱۳ پوستې په نښه کړلې.

تړلي موضوعات