افغانستان کې د غوره امنیت په ټینګښت سره اقتصادي فعالیتونو ته زمینه برابره شوې

افغانستان کې د غوره امنیت په ټینګښت سره اقتصادي فعالیتونو ته زمینه برابره شوې سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزیر د سنټ پټرزبورګ اقتصادي غونډه کې وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزیر مولوي عبدالمنان عمري د روسیې د سنټ پټرزبورګ ښار په اقتصادي غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په ټویټر یوه ویډیو خپره کړې، چې ښیي د ا.ا.ا د کار او ټولنیزو چارو وزیر مولوي عبدالمنان عمري د سنټ پټرزبورګ په اقتصادي غونډه کې وینا کوي.

ښاغلی عمري په خپله وینا کې یادونه کوي، چې په افغانستان کې د امنیت او استقلال په راتګ سره د اقتصادي فعالیتونو لپاره غوره فرصتونه برابر شوي، چې د ټولې سیمې لپاره ګټور دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر د شانګهای همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د ناظر په توګه غړیتوب ګډون یو طرفه پرېکړه بللی او د سیمې په ازداه سوداګرۍ کې یې د افغانستان رول مهم بللی دی.

تړلي موضوعات