د اسلامي امارت پلاوی د سن پټرز بورګ اقتصادي ناسته کې ګډون کوي
د بهرنیو چارو وزارت د سن پټرز بورګ اقتصادي ناستې په اړه عملي- څېړنیزه ناسته کړې.
دغه څېړنیزه ناسته چې د یاد وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د روسیې او افغانستان پر تعامل د سن پټرز بورګ اقتصادي ناستې اغېزې» په نوم رابلل شوې وه، چې روسیه کې د راتلونکې اقتصادي ناستې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو تعاملاتو او پر سیاسي اړیکو د اقتصادي مناسباتو د اغېزو په اړه علمي بحث په کې شوی.
د سن پټرزبورګ اقتصادي ناسته کې به د کار او ټولنیزو چارو وزیر په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی ګډون وکړي.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت یوه جګ پوړي پلاوي په کازان ښار کې د «روسیې – اسلامي نړۍ» اقتصادي فورم کې هم ګډون کړی و.
اسلامي امارت ته داسې مهال د دوحې درېیمې او سن پټرز بورګ ناستو کې د ګډون بلنه ورکول کېږي، چې له تورلېست څخه د اسلامي امارت په ایستلو رسمیت پېژندنې ته مخ پراته خنډونه لرې کېږي.
بلخوا د اوکرایین جګړه روانه ده، روسیه د اروپا بازارونو پر ځای مرکزي اسیا، سویلي اسیا، افریقا او نورو سیمو ته مخ اوړي او د افغانستان موقعیت په دې برخه کې ځانګړی اهمیت لري.