نور هېوادونه دې هم د افغانستان په تړاو د قزاقستان په څېر اقدام وکړي

نور هېوادونه دې هم د افغانستان په تړاو د قزاقستان په څېر اقدام وکړي سیاست
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد د قزاقستان ولسمشر وروستۍ پرېکړه، چې اسلامي امارت یې د ممنوعه سازمانونو له لېسته ویستی،  ستایلې او له نورو هېوادونو یې هم د ورته ګام پورته کولو غوښتنه کړې.

مجاهد ویلي، د امریکا له ماتې وروسته د اسلامي امارت پر وړاندې په زیاته کچه تبلیغات وشول، چې ځېنې هېوادونه هم ترې متاثره شول.

مولوي ذبیح الله مجاهد په دې اړه رسنیو ته په استول شوي غږیز کلیپ کې ویلي،

د واقعیتونو په درک سره ځېنو هېوادونو واضح کړه، چې له اسلامي امارت سره ښه تعامل غواړي.

مجاهد دا ډول پریکړې د اړیکو د پرمختګ لپاره مهمې بللي او له نورو یې هم د ورته اقدام غوښتنه کړې ده.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارټ توقایف د اسلامي امارت نوم د هغو سازمانونو له نوملړایستلی، چې الماتا یې فعالیتونه منع کړي دي.

د قزاقستان ولسمشر د دې کار لامل له اسلامي امارت سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا یاده کړې.

له بل لوري د روسیې سترې محکمې بیا وړاندې تر دې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي ، چې کولی شي اسلامي امارت د منع شویو سازمانونو له لېسته وباسي.

تړلي موضوعات