قزاقستان د اسلامي امارت نوم د منع سازمانونو له لېسته ایستلی
روسي رسنیو خبر ورکړی، چې قزاقستان د اسلامي امارت نوم د هغو سازمانونو له لېسته ایستلی، چې په دغه هېواد کې یې فعالیتونه منع دي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارټ توقایف د دغه کار لامل له اسلامي امارت سره د اقتصادي اړیکو پراختیا یاد کړی.
د نړېوالو چارو شنونکي دا کار د اسلامي امارت د ډیپلوماسي دستګاه بریالیتوب بولي او زیاتوي، چې تمه شته د منځنۍ اسیا نور هېوادونه به هم ورته پرېکړې وکړي.
د قزاقستان ولسمشر دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي و، چې کولی شي اسلامي امارت د منع شویو سازمانونو له لېسته وباسي.