ویلادیمیر پوتین اسلامي امارت د افغانستان واقعیت دی باید اړیکې ورسره ټینګې شي

ویلادیمیر پوتین اسلامي امارت د افغانستان واقعیت دی باید اړیکې ورسره ټینګې شي سیاست
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د وینا پر مهال

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین یوه بیانیه کې ویلي، اسلامي امارت نن د افغانستان واقعیت دی او له هغوی سره د اړیکې ټینګولو لپاره هڅې کوي.

ولادیمیر پوتین ویلي، د اسلامي امارت چارواکي هغه کسان دي، چې نن د افغانستان جفرافیه کنټرولوي او په خپله خاوره بشپړ حاکمیت لري دا یو واقعیت دی او باید واقعیتونه په پام کې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړې، مسکو له اسلامي امارت سره د اړیکې ټینګولو په حال کې ده او د دې لپاره به له هرې ممکنه لارې کار واخلي.

پوتین داسې مهال له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګولو خبره کوي، چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو له لوري له ممنوعه سازمانونو څخه د اسلامي امارت د ایستلو خبر ورکړ.

بلخوا د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جان کربي ویلي، د ممنوعه سازمانو له نوملړه د اسلامي امارت ایستلو په اړه د مسکو درېځ ته په غبرګون ویلي، چې د روسیې دغه کار به نورو ته ناوړه پیغام له ځان سره ولري.

تړلي موضوعات