د غزې روان وحشت ته نړېوال غبرګونونه په زیاتېدو دي

د غزې روان وحشت ته نړېوال غبرګونونه په زیاتېدو دي نړۍ
د اسرائیلو بمونو کې د غزې ویجاړه شوې سیمه

تازه د هسپانیې دفاع وزیرې مارګریتا روبیلز ویلي، موږ نه شو کولی هغه څه له پامه وغورځوو، چې په رښتیا نسل وژنه ده.

وړاندې تر دې اروپايي ټولنې هم په غزه کې د روان وحشت د بندیدو غوښتنه کړې وه.

وروسته له هغې چې هسپانیې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژندلو ور سره د تل ابیب او مادرید ترمنځ سیاسي اړیکې خرابې شوې.

د هسپانیا دفاع وزیرې زیاته کړې، د فلسطین په رسمیت پېژندلو څخه یې موخه د اسراییلو پر ضد اقدام نه بلکې غزه کې د تاوتریخوالي د پای لپاره د مرستې یوه طرحه ده.

وړاندې تر دې د هسپانیې لومړي وزیر پیډرو سانچیز ویلي و، که نور هېوادونه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني نو دا به د حماس او اسراییلو ترمنځ اوربند لپاره نړېوال فشار زیات کړي.

تړلي موضوعات