د اسراییلي رژیم پخواني چارواکي د غزې جګړه بایللې ویني

د اسراییلي رژیم پخواني چارواکي د غزې جګړه بایللې ویني نړۍ
د اسرائیلو مخکنی لومړی وزیر اولمرت

انادولو خبري اژانس د اسرایلو پخواني لومړي وزیر ایهود اولمرت له قوله خبر ورکړی، اسراییل روان جنګ کې د حماس غورځنګ او د فلسطین نورو جهادي ډلو پر وړاندې د بریا چانس نه لري.

د کان په نوم ټلویزیون سره مرکه کې ایهود المرت  ویلي، جګړه کې روانو ماتو ته په کتو ددې اړتیا ده چې د نتنیاهو حکومت جګړه ودروي څو یرغمل شویو اسراییلي وګړو ته د خلاصون لار اواره شي.

اولمرت ویلي، اسراییل نه جګړه ګټلی شي او نه هم حماس غورځنګ له منځه وړلی شي.

بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان تر هغې پر اسراییلو د اقتصادي بندیزونو د دوام ویلي، چې په خبره یې پر غزه یې بریدونه نه وي درولي.

تړلي موضوعات