اخر یې هم اقرار وکړ، بایډن افغانستان کې خپله ماتې ومنله

اخر یې هم اقرار وکړ، بایډن افغانستان کې خپله ماتې ومنله نړۍ
افغانستان چې د امپراتوریو هدېره ده هر ځواکمن په کې ماتې خوړلی شي

د امریکا ولسمشر جوبایډن د کینیا کې یو خبري کنفرانس په مهال خپلې ماتې ته د توجیه موندلو په موخه وویل، هر ځواکمن دې پوه شي، چې افغانستان کې ماتې خوړلی شي.

د یو مات لښکر مشر د نړۍ زبرځواکونو ته د خپلې تجربې له مخې وايي، افغانستان چې د امپراتوریو هدېره ده هر ځواکمن په کې ماتې خوړلی شي.

تر ډېره باورونه داسې دي، چې په اوکراین کې د روسې پر وړاندې د اوکراین ځواکونو نه بلکي امریکا او متحدین یې له یوې بلې ماتې سره مخ دي.

امریکا او متحدین یې په افغانستان کې تر شل کلن اشغال وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱ مه افغانستان څخه په ټیټ سر ووتل اوپه دې سره یې په افغانستان کې خپل شل کلن حضور پای ته ورساوه او اسلامي امارت د واک واګي په لاس کې واخیستې.

تړلي موضوعات