اسرائیل دې د غزې په رفح ښار بریدونه ودروي

اسرائیل دې د غزې په رفح ښار بریدونه ودروي نړۍ
د نړيوالې محکمې له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی

د لاهه نړېوالې محکمې قاضیانو صهیونیستي رژيم ته لارښوونه کړې، چې د غزې سوېل کې پر رفح ښار دې ژر تر ژره خپل بریدونه ودروي.

رويټرز خبري اژانس ویلي، جنوبي افریقا، کاناډا، مصر، اردن او ملګرو ملتونو سرمنشي د نړيوالې محکمې له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د فلسطین حکومت ویلي، دغه پرېکړه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړيوالې اجماع ښودونکې ده.

که څه هم نړېواله محکمه د خپلې پرېکړې د اجرا لپاره هیڅ اجرایي وسیله نه لري، خو حماس غورځنګ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې دغه حکم دې اجرا کړي.

د یادولو ده، چې دغه دستور ۱۵ نړيوالو قاضیانو په ۱۳مثبتو او ۲ منفي رایو سره تصویب کړی او یوازې د اوګاندا او اسرائیلو قاضیانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او منفي رایه یې ورکړې ده.

تړلي موضوعات