اوکراین کې د جګړې دوام؛ تازه مسکو د اوکراین ختیځ کې د یوه ښارګوټي د نیولو اعلان کړی
د روسیې دفاع وزارت اوکراین کې د سیمو لاندې کولو پر دوام تازه خبر ورکړی، چې ځواکونو یې پرون چهارشنبه د اوکراین په ختیځ کې د دونتسک اړوند سیمه کې یو بل ښارکوټی نیولی دی.
د دغه هېواد دفاع وزارت نیول شوی ښارګوټی یوه استراتیژیکه سیمه بللې او زیاته کړې یې، چې دغه سیمه د درلودونکي لوړوالي له کبله مسکو ته اجازه ورکوي، چې تر څو د حمل و نقل مسیرونه په لاس کې واخلې او کنټرول یې کړي.
له بل لوري بیا نړیوالو رسنیو د روسیې د یو نظامي چارواکي پر حواله ویلي، چې پوځي ځواکونو یې تر دې مهاله خارکیف کې ۴۹ ښارګوټي نیولي او د دوی په تصرف کې دي.