قطر له افغانستان سره سیاسي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لېواله دی

قطر له افغانستان سره سیاسي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لېواله دی سیاست
همدې سیاست په غوره کولو سره دوه اړخیز تعامل ته را وړاندې شوي دي

د قطر بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، هېواد یې له نړېوالو هوايي شرکتونو سره له نږدې کار کوي، څو د یو میکانیزم له مخې خپلې الوتنې افغانستان ته پيل او دوه اړخیزه سوداګري پياوړي کړي.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لېدنه کې ویلي، قطر لېواله دی چې د اسلامي امارت استازو په شتون کې د دوحې راتلونکې غونډه یوې مالومې پایلې ته ورسیږي.

ملا عبدالغني برادر د قطر بهرنیو چارو مرستیال وزیر ته ویلي، له ټولو هېوادونو سره پراخې سیاسي – اقتصادي اړیکې غواړي او د همدې سیاست په غوره کولو سره دوه اړخیز تعامل ته را وړاندې شوي دي.

برادر د اسلامي امارت د استازو  له حضور پرته د افغانستان په اړه جوړیدونکې  نړېوالې غونډې بې پایلې بللي دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت یاد پلاوي د ملي دفاع وزیر سره هم کتلي او د افغانستان له خلکو سره یې په بېلابېلو برخو کې د دوستانه اړيکو د ټينګښت او لا زياتو همکاريو د دوام ډاډ ورکړی دی.

تړلي موضوعات