د ا.ا چارواکو د ایران له سرپرست ولسمشر او ځېنو نورو مشرانو سره ولېدل
د ایران مخکیني ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې مراسمو کې له ګډون وروسته د اسلامي امارت چارواکو د هغه هېواد له سرپرست ولسمشر محمد مخبر، د بهرنیو وزیر باقر علي سره وکتل.
د اسلامي امارت چارواکو د خپل سفر په مهال د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني، لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره هم کتلي دي.
د ملاقاتونو په دې لړۍ کې د اسلامي امارت چارواکو همداراز د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ( حماس) د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره هم خبرې اترې کړي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر او بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي د ایران مخکیني ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو مسولینو د جنازې او فاتحې مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللي دي.