امریکا کې لاریون کوونکي؛ بلینکن جنګي مجرم دی

امریکا کې لاریون کوونکي؛ بلینکن جنګي مجرم دی نړۍ
بلنکین جنګي مجرم وباله او هغه یې فلسطین کې په نسل وژنې تورن کړ

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسرائیلو لومړي او دفاع وزیر نیولو په اړه د جزا نړېوالې محکمې پرېکړه غندې او د دې محکمې پر لوی څارنوال یې نیوکه کړې.

نوموړي په دې اړه د امریکا مشرانو جرګې ته شاهدي لپاره وربلل شوی و، خو د قهرجنو لاریونو کوونکو له لوري د شاهدي پرمهال د هغه خبرې شپږ ځله قطع کړلې او غزه کې د حماس پر وړاندې د جګړې په اړه یې د امریکا پالیسي وغندله.

لاریون کوونکو چې لاسونه یې په سور رنګ، رنګ کړي و بلنکین جنګي مجرم وباله او هغه یې فلسطین کې په نسل وژنې تورن کړ.

تړلي موضوعات