حماس غورځنګ د هاګ محکې ته؛ د قاتل او مقتول ترمنځ دې توپیر وشي
یاد غورځنګ تازه په یوه بیان کې له مجرم او قرباني سره د جزا نړېوالې محکمې یو شان چلند غندلی. په خبره یې، د دوی د مشرانو د نیولو حکم دې بیرته واخلي.
د نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان وړمه ورځ د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغه هېواد دفاع وزیر یواف ګالانت او د حماس غورځنګ د درېیو مشرانو د نیولو غوښتنه کړې وه.
کریم خان ویلي و چې نتنیاهو او ګالانت په مختلفو قضیو تورن دي، چې د جنګي جرم په توګه په کې د کړاو رامنځته کولو، د قصدي وژنو او د وګړو د وږي ساتلو موارد شامل دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې وړاندې د یهودانو په یوه مذهبي غونډه کې د اسراییلو د لومړي وزیر او جنګ کابېنې مشر یواف ګالانت په تړاو د هاګ نړېوالې محکمې حکم وغندلو او دا یې یو سپکوونکی عمل وباله.