سیمه ییزو همکاریو کې د ایران ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر رول ارزښتناک وو

سیمه ییزو همکاریو کې د ایران ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر رول ارزښتناک وو سیاست
د ابراهیم رئیسي او عبداللهیان رول ارزښتناک یاد کړ

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي سره کتنه کې د چورلکې سقوط پېښه کې د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر مړيني له کبله د خواخوږۍ پیغام شریک کړی.

دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر د سیمه ییزو همکاریو په پراختیا کې په ځانګړي ډول افغانستان سره د ابراهیم رئیسي او عبداللهیان رول ارزښتناک یاد کړ.

کتنه کې د ایران سفیر د افغانستان حکومت او خلکو له لوري د خواشیني پیغامونو له کبله مننه کړې. 

په خبره یې، چې د ایران حکومت د پېښي په لومړیو شېبو کې د افغانستان د حکومت او خلکو د خواخوږۍ پیغام ترلاسه کړ.

تړلي موضوعات