ا.ا به د دوحې په درېیمه غونډه کې د خپل دریځ منلو په شرط ګډون وکړي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې رزماري ډیکارلو سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت له نړېوالو سره د ستونزو رامنځته کېدل نه غواړي، بلکې له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت به د دوحې په درېیمه غونډه کې د خپل دریځ د منلو په شرط ګډون وکړي، چې وینا یې دا مهال په افغانستان کې د مرکزي په حاکمیت سره د یوه امیر اطاعت کیږي.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې په افغانستان کې د یوناما په موجودیت کې د ملګرو ملتونو له لوري د یو بل ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.
دې کتنه کې ډیکارلو د دوحې راتلوکې ناسته د افغانستان او نړۍ د اړیکو د پراختیا او تعامل زیاتولو او عادي کولو لپاره غوره فرصت بللی،چې په خبره یې دغې ناستې ته د نړېوال بانک په ګډون د یو شمېر نړېوالو سازمانونو او هېوادونو استازي هم بلل شوي دي.
ډیکارلو په داسې مهال د دوحې ناسته د افغانستان لپاره مهمه بولي، چې تر دې وړاندې هم په ورته غونډه کې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، چې اسلامي امارت د دوی دریځ ته د نه پاملرنې او د غونډې له اجنډا څخه د نه خبریدو له امله پکې د نه ګډون پریکړه کړې وه.