د غزې څه کم ۲۵۰ ورځو جګړه؛ يوازې تېرو لسو ورځو کې له ۷۰۰ زرو ډیر فلسطینیان کډوالۍ ته اړ شوي

د غزې څه کم ۲۵۰ ورځو جګړه؛ يوازې تېرو لسو ورځو کې له ۷۰۰ زرو ډیر فلسطینیان کډوالۍ ته اړ شوي نړۍ
فلسطینیان په زوره له خپلو سیمو څخه بې ځایه کړل شوي

د فلسطین د روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اوکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه د اشغالګر رژیم په پیل شویو بریدونو کې له ۳۵ زره او ۳۰۰ زیات کسان شهیدان شوي دي.

د ټي ار ټي د خبر له مخې یواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱ تنه او په ټوله کې د روانې ۲۲۴ ورځو جګړې پر مهال ۳۵ زره ۳۰۳ کسان شهیدان شوي او ۷۹ زره ۲۶۱ نور ټپیان دي.

په ورته مهال ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې په تېرو لسو ورځو کې د غزې تړانګې د بریدونو له امله څه باندې ۷۰۰ زره فلسطینیان په زوره له خپلو سیمو څخه بې ځایه کړل شوي.

ملګرو ملتونو په ټولنیزه رسنۍ اېکس په یو بیان کې ویلي، د غزې تړانګې په جنوب کې ۶۰۰ زره فلسطینیان او په شمال کې تر ۱۰۰ زرو زیات فلسطینیان چې ماشومان، سپینږیري او معیوب کسان هم په کې شامل دي، په زور سره کډوالۍ ته اړ شوي دي.

یادې ادارې ویلي، چې اسرائیلي ځواکونه باید د بې ځایه شویو په خطر کې اچول ودروي او د امکان په صورت کې د دوی لومړني اړتیاوې پوره کړي او سیمې ته  د بشري مرستو او د ژوند نورو اړتیاوو ننوتلو او ویشلو اسانتیاوې برابرې کړي.

تړلي موضوعات