له اشغال څخه د ازاد او خپلواک افغانستان د مسکو او بیجینګ ټینګار

له اشغال څخه د ازاد او خپلواک افغانستان د مسکو او بیجینګ ټینګار سیاست
باید د افغانستان د بیارغونې لګښتونه هم په غاړه واخلي

د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جینګ پينګ ویلي، د افغانستان په چارو کې په دوه او څو اړخیزه کچه د همغږي پیاوړتیا ته لېواله دي.

دواړو لوریو په خپلمنځي کتنه کې ټینګار کړی، چې له یو خپلواک، بې طرفه، واحد او سوله ییز افغانستان څخه ملاتړ کوي. دوی په خبره، امریکا او ناټو چې شل کاله د افغانستان د اشغال مسئول بیا دې د افغانستان د اشغال هڅه نه کوي.

د چین او روسیې ولسمشرانو همداراز ویلي، امریکا او ناټو د افغانستان د اقتصادي ستونزو او ویجاړیو مسئول دي باید د افغانستان د بیارغونې لګښتونه هم په غاړه واخلي.

د مسکو او چین دغو لوړپوړو چارواکو د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په ازادېدو هم ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات