د سلواکیا لومړي وزیر روغتیایي وضعیت نازک دی
لومړی وزېر رابرټ فیکو تېره ورځ د یو وسله وال له لوري په نښه شو، چې اوس یې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
پر لومړي وزیر دا وسله وال برید د کابېنې له غونډې وروسته پلازمېنه براتیسلاو کې شوی دی.
په رابرټ تر برید وروسته ځایي پولیسو سیمه کې یو مشکوک کس نیولی دی.
فیکو چې د روسیې په پلویتوب تورن دی، د تېر کال اکتوبر میاشت کې یې اوکراین پوځ سره د مرستو بندولو ژمنه کې رایه تر لاسه او د لومړي وزیر تر څوکۍ ورسید.