نړېوالې مرستې باید د افغانانو اړتیاوو او لومړیتوبونو سره سمې عیارې شي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو استازي سره د همغږۍ ناسته کې وویل، د نړېوالو سازمانونو مرستې باید د ډول او وېش له پلوه د خلکو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په کتو برابرې شي.
ملګرو ملتونو وړاندې ویلي و، غواړي اسلامي امارت سره په همغږۍ سېلاب څپلو سره مرستې وکړي.
مولوي امیر خان متقي په عین حال کې وویل، د جګړې له پای ته رسېدو وروسته اوس ددې وخت رارسېدلی، چې ټولې هڅې د هېواد پر رغونې او پرمختګ متمرکزې شي.
د ملګرو ملتونو استازو سره ناسته کې د امیر خان متقي بله خبره داوه، چې په ټول توان به هڅه وکړي چې بشري او پرمختیايي ډګرونو کې پر ځان بسیا شي.
د اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دې ناسته کې د یاد سازمان د بشر ي او پرمختیايي برخې مسول او د یوناما مرستیال انډریکا رتواتي وویل، دوی د بشري مرستو سربېره پر پرمختیايي مرستو کار کوي او هغه سیمې چې دوی پرې تمرکز لري په ګوته کړي دي.
دې ناسته کې طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول هېواد کې له وروستیو سېلاب ځپلو اړتیاوو ته د رسېدنې، همکارۍ او همغږۍ موجوده روحیې پر ساتلو له بشري مرستو څخه انکشافي مرستو پر لورحرکت او د موضوعاتو تفصیلي بحث لپاره د تخنیکي میکانیزمونو پر جوړولو هوکړه شوې.