اسراییلو ته د اروپايي ټولنې خبرداری، د عملیاتو دوام اړېکې خرابولی شي

اسراییلو ته د اروپايي ټولنې خبرداری، د عملیاتو دوام اړېکې خرابولی شي نړۍ
اروپايي ټولنې هم پر اسراييلي پوځ غږ کړی چې رفح ښار کې پیل شوي علمیات بند کړي

په رفح ښار د اسراییلي رژیم روانو پوځي عملیاتو ته نړېوال غبرګونونه په ډېرو دي.

تازه اروپايي ټولنې هم پر اسراييلي پوځ غږ کړی چې رفح ښار کې پیل شوي علمیات بند کړي.

داسراییلو ټایمز ورځپاڼې د اروپايي ټولنې دا خبرداری هم راخېستی، چې د علمیاتو دوام به له تل ابیب سره د اروپايي ټولنې اړېکې زیانمنې کړي.

اروپايي ټولنې پر رفح ښار کې د اسراييلي  پوځ روانو علمیاتو ته په غبرګون ویلي، که اسراییل پر عملیاتو ټینګار وکړي نو دا مسله به له اسراییلو سره د اروپایي ټولنې پر اړیکو ډېر فشار راوړي.

له بل لوري نړېوالو مرستندویه سازمانونو خبر ورکړی، وروسته له هغې چې مصر سره پر پوله د رفح ښار بندر اسراییلو  نیولی، ور سره د بشري مرستو رسول له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.

د اسراییلو صهیونیستي رژیم له لوري له غزې وروسته پر رفح ښار پوځي بریدونو په نړېواله کچه پراخ غبرګونونه او د  اسراييلو پر ضد د خلکو کرکه راپارولې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم وړمه ورځ یو ځل بیا پر رفح ښار د اسراییلو روانو پوځي عملیاتو د بندیدو غوښتنه وکړه خو له بل لوري د  امریکا د کانګرس جرګې یوشمېر غړو د ځېنو سرچېنو له قوله ویلي و، د بایډن اداره غواړي  غزه کې د روانې جګړې لپاره اسراییلو ته د یو ملیارد ډالرو په ارزښت اضافي وسلې او مهمات واستوي.

په  ټوله کې باور دادی چې د فلسطین په تړاو د لویدیځ او په تېره د امریکا دوه مخې پالیسۍ اسراییلي رژیم ته په خلاص لاس د جنایتونو او وحشت موکه برابره کړې ده.

تړلي موضوعات