د ا.ا په اړه د سیمې هېوادونو درک کچې لوړېدو سره تعاملات زیات شوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا سره په کتنه کې د افغانستان او جاپان پر دوه اړخیزو اړیکو، د دې هیواد بشري مرستو او سیمه ییزو مسایلو خبرې اترې کړې دي.
مولوي امیرخان متقي ویلي، د اسلامي امارت په تړاو د سیمې هېوادونو د درک کچې له لوړېدو سره تعاملات هم زیات شوي.
ښاغلي متقي زیاته کړې، د دوحې ناستې په اړه مثبت نظر لري او د ځانګړي استازي ګومارنه بې اړتیا چاره ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې د نویو میکانیزمونو پرځای دې د شته دوو اړخیزو میکانیزمونو له لارې له افغان حکومت سره پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې وشي.
بلخوا د جاپان سفیر په دې کتنه کې ویلي، افغانستان کې یې ځکه سفارت پرانیستی تر څو له افغان حکومت سره له نږدې کار وکړي او د افغانستان واقعیتونه خپل حکومت ته منعکس کړي.
نوموړي د دوحې راتلونکې ناسته کې د افغان حکومکت ګډون مهم بللی او ټینګار یې کړی، چې د افغان حکومت له هوکړې پرته د ځانګړي استازي ګومارنه واقعبینانه نه ده.