له پانګوالو څخه د ا.ا ملاتړ بهرني پانګوال او سوداګر پانګونې ته هڅولي

له پانګوالو څخه د ا.ا ملاتړ بهرني پانګوال او سوداګر پانګونې ته هڅولي سوداګرۍ او اقتصاد
چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي

یو شمېر ترکې پانګوالو د ریاست الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، د اقتصادي زمینو د پراختیا هڅې او له پانګوالو او سوداګر څخه د اسلامي امارت ملاتړ د دې لامل شوی، چې بهرني پانګوال او سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅېږي.

دغو ترکي پانګوالو او سوداګرو په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول کانونو او د افغانستان په زېربناوو کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

له بلې خوا اداري مرستیال په افغانستان کې د ترکي پانګوالو د پانګونې د پرېکړې ملاتړ کړی او له هغوی څخه یې غوښتي، چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې ملاتړ کوي او د هغوی لپاره به هر ډول لازم امکانات برابر کړي.

تړلي موضوعات