لغمان کې ۲۴۴ بېلابیلې پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

لغمان کې ۲۴۴ بېلابیلې پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې بیارغونه او پراختیا
یادو برخو کې د دغو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هم هوارې شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د لغمان ولایت په بادپښ او علي شنګ ولسوالیو کې ۲۴۴ بېلابیلې پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یاد وزارت د لغمان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له قوله ویلي، په دغو پروژو چې ۲۸۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، د يونپس دفتر په مالي ملاتړ او د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت د پروګرام له لوري بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د سړکونو جوړول اوترمیم، د کانالونو جوړول او پاکول، د اوبو زېرمې جوړول، د پلچکونو، پلي لارو، کوڅو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو په بشپړېدو په یادو برخو کې د دغو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هم هوارې شوې.

تړلي موضوعات