ا.ا نه غواړي چې افغانان د اوږدمهال لپاره په بشري مرستو متکي وي

ا.ا نه غواړي چې افغانان د اوږدمهال لپاره په بشري مرستو متکي وي سیاست
د خصوصي سکټور ملاتړ وشي

د ملګرو ملتونو مشورتي کمېټې غړو د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي دي. 

په دې ناسته کې په ملګرو ملتونوکې د افغانستان پر استازیتوب، دبشري مرستو پر مؤثریت او په افغانستان کې د انکشافي پروژو د ملاتړ پر امکاناتو خبرې بحث شوی دی. 

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ويلي، اسلامي امارت نه غواړي، چې افغانان د اوږدمهال لپاره په بشري مرستو متکي وي، بلکي په کار دي داسې پروژې پلي شي، چې د افغانستان ملي اقتصاد پر خپلو پښو ودریږي.

ښاغلي متقي ویلي، نړیوالې مرستې دې په داسې ډول ولګول شي، چې خلکو ته د کار پیداکیدو، داخلي تولیدات او صنعت ته وده ورکړي او د خصوصي سکټور ملاتړ وشي.

په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو مشورتي کمېټې مشر او غړو ویلي، کابل ته د سفر موخه یې په افغانستان کې د یوناما د چارو ارزونه او د افغانانو د لومړیتوبونو په ګوته کول دي. 

تړلي موضوعات