کفري نړۍ له دیني علماوو څخه سیاست غصب کړی

کفري نړۍ له دیني علماوو څخه سیاست غصب کړی سیاست
اسلامي هېوادونو کې هم علماء په سیاست کې برخه ونه لري

عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست «د دیني جامعاتو او تخصصاتو چارو د تنظیم او همغږۍ» په نوم درې ورځني سیمینار د پای په مراسمو کې وینا کړې.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په خپلو خبرو کې ویلي کفري نړۍ هڅه کوي، چې دین او سیاست سره جلا کړي او په اسلامي هېوادونو کې هم علماء په سیاست کې برخه ونه لري.

امیرالمؤمنین حفظه الله سیاست د علماوو حق بللی او زیاته کړې یې ده، چې علماء باید سیاست بیا لاسته راوړي.

نوموړي په خپله وینا کې له علماوو غوښتي، چې خپلو فاضلانو او طالبانو ته د دوی د سویې مطابق زده کړې ورکړي او هرچاته د هغوی د اهلیت او سویې اړوند سندونه ورکړي.

هغه همدا راز غوښتنه کړې، چې علماء دې خلک د اسلامي نظام په ګټو پوه کړي او د اختلافاتو او انحرافاتو مخنیوي او د مشرانو له بې اطاعتۍ څخه دې راوګرځوي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله همداراز سپارښتنه کړې، چې علماء باید د اسلامي امارت فرمانونه خلکو ته واضح او هغوی د فرمانونو تطبیق ته وهڅوي.

تړلي موضوعات