اسلامي امارت دې د عافیه صدیقي خلاصون کې مرسته وکړي

اسلامي امارت دې د عافیه صدیقي خلاصون کې مرسته وکړي سیاست
له اسلامي امارت څخه د هغوی د خلاصون په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

د عافیه صدیقي او محمد رحیم مدافع وکیل کلاین سفورډ سمیټ چې کابل ته راغلی د یوې خبرې ناستې پرمهال یې ویلي، د پاکستان حکومت د عافیه صدیقي او محمد رحیم په خلاصون کې ورسره مرسته نه کوي.

ښاغلي سمیټ کابل ته په راتلو سره سم له اسلامي امارت څخه د هغوی د خلاصون په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

نوموړي د اغلې صدیقي قضیه تر ټولو بوږنوونکې او خواشینوونکې بللې ده. په خبره یې، د هغې د خلاصون لپاره یې ځیني شاهدان او شواهد ترلاسه کړي هم دي.

د ګوانتانامو پخوانی زنداني معظم بېګ چې له سمیټ سره ملتیا کوي ویلي، په پاکستان کې په یوه او بله پلمه بې ګناه خلک نیول کېږي، چې وروسته د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې په امریکا پلورل کېږي.

نوموړی چې له ورته برخلیک سره مخ شوی ویلي، په ګوانتانامو زندان کې له بندیانو سره د انساني او بشري حقونو برخلاف ناوړه او غیرانساني چلند کیږي.

عافیه صدیقي او محمد رحیم چې له کلونو راهیسې په ګوانتانامو زندان کې شپې او ورځې تېروي نوموړې په ۲۰۰۳ م کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې له القاعده سره د لاس لرلو په تور ونیول شوه، چې له هغه وروسته امریکایانو ته وسپارل شوه.

د یادونې وړ ده، چې امریکا تل ځان د بشري حقونو د دفاع سرلاری ځان بولي، خو ګوانتانامو زندان کې له زندانیانو سره په ځانګړي ډول بې ګناه مسلمانې مېرمنې عافیه صدیقي سره د دوی وحشیانه چلند نړۍ ته د دوی ظالمانه او بشر ضد څېره لا روښانه کړه.

تړلي موضوعات