اسلامي امارت د ولسونو شریک نظام دی

اسلامي امارت د ولسونو شریک نظام دی سیاست
د نظام مخالفینو ته د فعالیت اجازه ورنکړي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د مومندو له یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره په کتنه کې ویلي، اسلامي نظام د ټولو افغانانو په ګډه قربانۍ راغلی او د ولسونو شریک نظام دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي، افغانان باید د فتنه ګرو پر وړاندې هم د تېرې شل کلنې مبارزې په څېر له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او د نظام مخالفینو ته د فعالیت اجازه ورنکړي.

بلخوا دغو مشرانو له اسلامي امارت سره خپل ملاتړ تازه کړ او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ. دوی په خپلو سیمو کې د ښوونځیو، مدرسو او روغتیایي مرکزونو، استنادي دېوالونو او نیمګرو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې او مسئولینو یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.

تړلي موضوعات